ډېر لوستل شوي

حسن‌الله حبيبي: اميد رسنيزه شبکه د اسلامي او افغاني روحیې پر بنسټ مسلکي کدرونه روزي

د امید رسنیزې شبکې رییس حسن‌الله حبیبي وایي، د هېواد له معتبرو تحصیلي بنسټونو سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه د ټولنې د ځوان نسل د مسلکي روزنې، فکري ودې او ټولیز پرمختګ لپاره مهم او اغېزمن ګام دی.

ښاغلي حبيبي د «اميد رسنيزې شبکې او د کابل پوهنتون په ګډون له يو شمېر تحصيلي بنسټونو سره د ګډ درې‌اړخیز هوکړه‌لیک د لاسلیک» غونډې پر مهال ويلي، چې د دغو هوکړو له لارې به زده‌کړیالانو او تازه فارغو شویو ځوانانو ته د کاري فرصتونو زمینه برابره شي.

د امید رسنیزې شبکې رییس وویل: “دغه شبکه د ځوانانو د ظرفیت لوړونې لپاره جدي هڅې کوي او غواړي د اسلامي او افغاني روحیې پر بنسټ مسلکي کدرونه وروزي.”

ښاغلي حبیبي همداراز ډاډ ورکړی، چې تازه فارغو شویو ژورنالیستانو ته به لنډمهاله او اوږدمهاله کاري زمینې برابرې شي، تر څو وکولای شي خپلې زده کړې په عملي ډګر کې وکاروي.

د امید رسنیزې شبکې رییس ټینګار کړی، چې ياده شبکه هڅه کوي داسې ګټورې او اغېزمنې خپرونې چمتو او وړاندې کړي، چې د ولس اړتیاوې پوره کړي او عملي ګټه ورته ورسوي.

اړوند خبرونه