ډېر لوستل شوي

مجددي: د امید رسنیزې شبکې کړنې د منلو وړ دي

د افغانستان د ازادو خبریالانو د ټولنې مشر حجت‌الله مجددي وایي، د امید رسنیزې شبکې کړنې د منلو وړ دي او په ډیره کمه موده کې یې د لږو امکاناتو سره پام وړ پرمختګونه ترسره کړي.

ښاغلي مجددي د «اميد رسنيزې شبکې او د کابل پوهنتون په ګډون له يو شمېر تحصيلي بنسټونو سره د ګډ درې‌اړخیز هوکړه‌لیک د لاسلیک» غونډې پر مهال ويلي، د یادو هوکړه‌لیکونو د لاسلیک نوښت به د ژورنالیزم په برخه کې مثبت بدلون رامنځته کړي او دا به د ټولنې د ځوانو ژورنالیستانو ظرفیت لوړولو کې مهم رول ولوبوي.

مجددي له نورو رسنیو هم غوښتي، چې د امید رسنیزې شبکې په څېر ورته اغېزمنې او ګټورې کړنې ترسره کړي، څو د ټولنې د معلوماتي او رسنیز فعالیت کیفیت نور هم لوړ شي.

اړوند خبرونه