د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي چې د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ هغه ۱۷ کلنه شخړه حل شوې چې له امله یې دوه کسان وژل شوي وو.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا شخړه د ځايي مسوولینو، قومي مشرانو او سیمهییزو مشرانو په منځګړیتوب حل شوې ده.
سرچینې لیکلي چې د دې شخړې د حل په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې مسوولینو پر بښنې او یووالي ټینګار کړی او له خلکو یې غوښتل چې د ورته شخړو د مخنیوي او حل لپاره له سولې او تفاهم څخه کار واخلي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت همداراز لیکلي چې د شخړې دواړو لوریو د اسلامي امارت له مسوولینو، د جرګې له مشرانو، قومي مخورو او علماوو څخه مننه کړې چې د دوی دغه اوږدمهاله شخړه یې په سولهییزه توګه پایته رسولې او د دښمني پر ځای یې د ورورولي فضا رامنځته کړې ده.

