ډېر لوستل شوي

هېواد کې د لومړي ځل لپاره نبوي سنتي طب پوهنځی منظور شو

د اسلامي امارت د زعیم شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده په ځانګړې مهربانۍ او د لوړو زده کړو د وزارت په وړاندیز د کابل طبي پوهنتون تر چتر لاندې د نبوي سنتي طب پوهنځی منظور شوی.
لوړو زده کړو وزارت په دې تړاو په خپلو رسمي ادرسونو لیکلي، «یاد پوهنځي به د نبوي سنتي طب اړوند علمي، تدریسي او څېړنیزو اړتیاوو د پوره کولو په موخه فعالیت کوي.»
لوړو زده کړو وزارت ډاډ ورکړی چې دا پوهنځی به د روغتیایي علومو په پرمختګ او علمي کادرونو په روزنه کې ګټور ثابت شي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېر زېږدیز کال په ډسمبر کې د عامې روغتیا د وزیرمولوي نورجلال جلالي په مشرۍ یو افغان پلاوی هند ته تللی و او هلته یې د سنتي طب اړوند ځانګړي شوي کنفرانس کې ونډه اخیستې وه. افغان پلاوي په خپل شپږ ورځني سفر کې له هندي چارواکو سره د روغتیا په ځانګړې توګه د دودیزې درملنې په برخه کې پر ګډو همکاریو ټینګار کړی وو.
ښاغلي جلالي هند ته د خپل سفر په ځانګړي کنفرانس کې ویلي و، چې د هند د دودیزو، یوناني، ایورویدي او طبیعي درملو وزارت له وزیر شري پرتاپراو جادف سره په لیدنه کې، په کابل کې د دودیزې درملنې د انسټېټيوټ او څېړنیز مرکز د جوړېدو، د اړوند کادرونو د روزنې او د دوه اړخیزو همکاریو د هوکړه‌لیک پر لاسلیک یې بحثونه کړي دي.
یاده دې شي چې تر دې دمخه هم د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له خوا د هېواد د روغتیایي سکټور د بډاینې په پار د هېواد په بېلابېلو پوهنتونونو کې د طب پوهنځي ایجاد شوي دي.

اړوند خبرونه