ډېر لوستل شوي

مولوي نورالحق انور: قوي امنیتي ځواکونه د افغان خاورې د ساتنې تضمین دی

د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور وايي، که افغانستان قوي امنیتي ځواکونه ولري، نو هېڅ هېواد به د افغان خاورې پر لور د کتلو جرئت هم ونه‌لري، او دا هر څه د دفاعي ځواکونو په وسیله شوني دي.
د اميد راډيو خبريال د حضرت ابوعبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون د حضرت معاذ بن جبل رض ملي نظامي اکاډمۍ ۱۷ دورې فراغت غونډه په مراسمو کې د ښاغلي انور په حواله ويلي، دا مهال په ټول هېواد کې امنیت دی، چې دا د ولس او حکومت لپاره یوه ستره لاسته راوړنه بلل کېږي.
د چارو ادارې رييس زیاته کړې، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د هېواد په بېلابېلو برخو کې مهمې لاسته راوړنې ترلاسه شوې او امنیت د هېواد لپاره تر ټولو ارزښتمن او بنسټیز رکن دی.
مولوي نورالحق انور دغه راز ويلي، په تېر وخت کې پر پوځ او وسلوالو ځواکونو د خلکو باور له منځه تللی و او ډېری کسانو زړه نه ښه کاوه چې په دې برخه کې خدمت وکړي، خو اوس وخت رارسېدلی چې افغان ملي اسلامي ځواکونه د ولس په زړونو کې خپل ځای ومومي.
د چارو ادارې لوی رییس فارغانو ته سپارښتنه کړې، چې د خپلې پوهې د لوړولو لپاره لا ډېرې هڅې وکړي، په خپل مسلک کې پرمختګ ته دوام ورکړي او د زده‌کړو مهارتونه لا پیاوړي کړي.

اړوند خبرونه