د ملي دفاع وزارت ویاند مولوي عنایتالله خوارزمي ويلي، چې ولسونه د تېر په پرتله له دفاعي ځواکونو سره مینه لري، ځکه د دوی مسلکي چلند او غوره خدمت د ولس په زړونو کې ځای پیدا کړی.
د اميد راډيو خبريال د ياد وزارت اړوند د ۱۷مې دورې په فراغت غونډه کې د ښاغلي خوارزمي په حواله ويلي، يادو ځواکونو په طبیعي پیښو لکه زلزلو، سیلابونو او نورو سختو حالتونو کې د هر چا لومړی د ولس خدمت ته ځان رسولی دی.
د ملي دفاع وزارت وياند د ګاونډيو هېوادونو وروستۍ ټولې ادعاوې رد کړې او په ټينګار سره يې ويلي، په افغانستان کې ترهګرې ډلې نشته او نه هم څوک کولی شي افغان خاوره د ورانکارو کارونو لپاره وکاروي.
مولوي عنایت الله خوارزمي فارغ شویو ته سپارښتنه کړې، چې له نن څخه د خدمت کمربند وتړي او په خپلو دندو کې د هېواد او خاورې خدمت وکړي.

