ډېر لوستل شوي

د روسیې لپاره د افغانستان او ترکیې سفیرانو تعارفي کتنه کړې

مسکو کې د اسلامي امارت لوی سفیر مولوي ګل حسن حسن د روسیې لپاره د ترکیې له سفیر تنجو بیلګیچ سره تعارفي کتنه کړې ده.

روسیه کې د افغانستان سفارت ویلي، چې دې کتنه کې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا خبرې شوي دي.

دواړو سفیرانو د اړیکو پر لا پیاوړتیا، افغان ناروغانو ته د ویزو پر ورکړې او د سفارتونو د همغږۍ پر زیاتولو تینګار کړی دی. یاده دې شي چې کابل او انقره اوسمهال غوره ډیپلوماټیکې او سوداګریزې اړیکې لري.

اړوند خبرونه