ډېر لوستل شوي

افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او ټرانزیټي اسانتیاوو هوکړه لیک لاسلیک کړ

د صنعت اوسوداګرۍ وزارت سرپرست  نورالدین عزیزي په مشرۍ د افغان  پلاوي او د پاکستان د سوداګرۍ وزارت دمرستیال محمد خرم اغا په مشرۍ د هغه هیواد د پلاوي ترمنځ د دوه اړخیزو بحثونو په ترڅ کې د سوداګریزو اوترانزیټي اسانتیاوو په موخه خپلمنځي هوکړه لیک لاسلیک شو.

په یادو دوه ورځنيو خبرو اترو کې د سیاست د نه مداخلې پر سوداګرۍ، د دواړو هېوادونو د وګړو د ګټو په پام کېنیولو سره له خنډونو پرته پر سوداګريزو، ترانزيټي اړيکو ټینګار او نورو برخو هوکړه وشوه.

په دغه هوکړه لیک کې په دوو میاشتو کې د اپټا وروستۍ کېدل، کراچۍ  بندر کې له نړیوالو کانتینرونو څخه سیمهییزو کانټینرونو ته د مالونو د لېږد د اسانتیاوو چمتووالی، د اتو کرنیزو او دوو صنعتي توکو تعرفوي لومړیتوبونه، دازمایښتي دورې په ډول د یو کال لپاره د لاریو د تګ راتګ موقت ازاد سند باندې تګ، د دواړو هېوادونو د هواييډګرونو له لارې د ترانزیټ په ډول د مالونو انتقال، له بارټر سوداکرۍ لاس په سر کېدل، پاکستان ته د ډبرو سکرو پرصادراتو او ګڼو برخو هوکړې وشوې.

پاکستاني لوري ژمنه کړې چې هیواد به یې د افغان سوداګرو په مخ کې پراته خنډونه له منځه وړي.

د ویلو ده چې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال په مشرۍ یو پلاوی موده وړاندې کابل ته د سوداکریزو هوکړهلیکونو په تکل راغلی و.

اړوند خبرونه