د هرات مسوولین وایي، د یاد ولایت سمنټو تولید کارخونې جوړولو چارې پیل او په راتلونکو ۱۴ میاشتو کې به بشپړې شي.
د دغه ولایت مقام د خبرپاڼې له مخې چې د ګلبهار حبیبي په مشرۍ د ګلبهار شرکتونو ګروپ مسوولینو او د یادې پروژې انجینرانو د دغه ولایت له والي «شیخ مولانا اسلامجار» سره په کتنه کې د یادې پروژې د عملي چارو د رسمي پیل راپور وړاندې کړی دی.
سرچینې لیکلي چې د هرات والي دا د هېواد په کچه ملي پروژه بللې او په ټاکلي وخت یې د چارو پر بشپړېدو ټینګار کړی دی.
د خبرپاڼې له چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به یاده کارخونه هره ورځ درې زره ټنه سمنټ تولید او شاوخوا ۶۰ سلنه کورنۍ اړتیا به پوره کړي.

