اسلامي امارت د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د وتلو د ۳۷مې کاليزې په مناسبت خبرپاڼه خپره کړې او دا ورځ یې د افغانستان په تاریخ کې ویاړمنه او د شکر ورځ بللې ده.
د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيحالله مجاهد د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د شوروي اتحاد پر وړاندې د افغانانو جهاد، مبارزه، قربانۍ او هجرتونه د دې لامل شول چې شوروي ځواکونه مات او له افغانستانه وتلو ته اړ شي.
ښاغلي مجاهد په خبرپاڼه کې زياته کړې، افغان ولس د خپل دین، خپلواکۍ او ملي ارزښتونو د ساتنې لپاره تل قربانۍ ورکړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، افغانستان په تېرو سلو کلونو کې درېیم ځل له اشغال څخه ازاد شوی، چې دا د هېواد د خلکو د کلک هوډ او د خپلواک ژوند د ارادې څرګندونه کوي.
اسلامي امارت همداراز له خلکو غوښتي، چې د هر ډول توطیو او دسیسو پر وړاندې بیدار واوسي، اسلامي وحدت وساتي او د دین، عقیدې او خپلواکۍ د ساتنې لپاره د خپلو پخوانیو لار تعقیب کړي.

