ډېر لوستل شوي

ډاکټر محمد طاهر احرار:ډېر ژر به د زړه د علومو ملي انسټېټيوټ پرانېستل شي

د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز د روغتیايي چارو قوماندان ډاکټر محمد طاهر احرار خبر ورکړی، چې ډېر ژر به د شهید سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز روغتون په چوکاټ کې د زړه ناروغیو د تخصصي درملنې او زده‌کړو لپاره د «زړه د علومو ملي انسټېټيوټ» پرانېستل شي.

ښاغلي احرار پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي، په دې انسټېټيوټ کې به د زړه د داخله ناروغیو، د زړه جراحي عملیاتو، انویسیف کارډیالوجۍ، فیس مېکر، انجیواپلاستي او انجیواګرافۍ اړوند تشخیص، درملنه او تخصصي زده‌کړې ترسره کېږي، چې د کورنیو او بهرنیو متخصصینو او عصري طبي تجهیزاتو په وسیله به وړاندې کېږي.

د ډاکټر محمد طاهر احرار په وينا، د یاد انسټېټيوټ ودانۍ، تجهیزات او تشکیل په تېرو دوو کلونو کې بشپړ شوي او همداراز ټاکل شوې، چې د زړه اړوند ټول خدمتونه به په یوه درې پوړیزه ودانۍ کې متمرکز شي.

د سرچینې په خبره، دغه مرکز د شاوخوا ۲۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی او د بشپړېدو وروستیو پړاوونو ته رسېدلی دی.

اړوند خبرونه