ډېر لوستل شوي

د ملي دفاع وزارت: پاکستان ته به مناسب وخت کې حساب شوی ځواب ورکړو

د افغانستان ملي دفاع وزارت د پاکستان پوځي رژيم له لوري د افغانستان له هوايي حريم سرغړونه او په بېلابېلو سيمو کې بمبار ته غبرګون ښودلی او دا يې د نړيوالو قوانينو، د ګاونډيتوب اصولو او له اسلامي ارزښتونو څرګنده سرغړونه بللې ده.

ياد وزارت د هېواد له حريم او د ولس د امنيت ساتنه خپل شرعي او ملي مسووليت بللی او خبرداری يې ورکړی، چې په مناسب وخت کې به حساب شوی ځواب ورکړي.

ملي دفاع وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې زياته کړې، پر ملکي اهدافو او ديني مرکزونو بريدونه د پاکستاني پوځ د استخباراتي او امنيتي ناکامۍ څرګند ثبوت دی او دغه ډول تکراري اقدامات به د دوی داخلي ستونزې پټې نه کړي.

اړوند خبرونه