د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د سرمنشي د سیاسي چارو مرستیالې روزميري ډيکارلو سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د ياد وزارت د عامه اړيکو او مطبوعاتو رييس حافظ ضياء احمد تکل وايي، په دې مکالمه کې ښاغلي متقي د پاکستان له لوري د وروستیو هوايي بریدونو په تړاو ژوره اندېښنه څرګنده کړې او زياته کړې يې ده، چې په دغو بریدونو کې ملکي وګړي په نښه شوي دي.
د بهرنيو چارو وزير په خبره، د تېرو څلورو کلونو پر مهال هم د پاکستان له لوري په ورته بریدونو کې یوازې ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې او داسې کوم وسلهوال نه دی وژل شوی چې پاکستانی لوری یې د شتون ادعا کوي، چې دا چاره د افغانستان پر وړاندې د تورونو بېاساسهوالی ښيي.
مولوي اميرخان متقي ټینګار کړی، چې په افغانستان کې هېڅ ډول وسلهوالې ډلې نهشته او د کورنیو او بهرنیو ډیپلوماتیکو استازولیو په ګډون ټول لوري کولای شي د وروستي هوايي برید سیمې ته ولاړ شي او وضعیت له نږدې وارزوي.
بل لور ته ډيکارلو په وروستي برید کې د ملکي وګړو د تلفاتو له امله خپله خواخوږي څرګنده کړې او ډاډ یې ورکړی، چې د هوايي بریدونو موضوع به له غړو هېوادونو او اړوندو لورو سره شریکه کړي. په دې ټیلیفوني مکالمه کې د دوحې د ناستو، کاري ډلو او اړوندو مسایلو په اړه هم بحث شوی او هیله څرګنده شوې، چې د روانو پرمختګونو ترڅنګ به ګډې هڅې دوام ومومي او راتلونکو همکاریو ته به لار هواره شي.

