د تېر جمهوريت چارواکو او سیاسي فعالانو د افغانستان اسلامي امارت په ملاتړ يوې غونډه کې د پاکستاني پوځي رژيم تېری غندلی او له شته نظام يې ملاتړ څرګند کړی دی.
د ولسي جرګې پخواني غړي عبدالقادر قلاتوال، پاکستان د افغانانو تاريخي دوښمن بللی او زياته کړې يې ده، چې د پاکستان پر وړاندې جګړې ته بشپړ چمتووالی لري او هر ډول قربانۍ ته تيار دي.
نوموړي دغه راز د پاکستان پوځي رژيم ته خبرداری ورکړی: “پاکستان پوځي رژيم دې د غومبسو په ځالې لاس نه وهي، که نه د ډېر بد برخلیک سره به مخ شي.” د ويلو ده، چې د دې غونډې په ترڅ کې به د تېر حکومت مشهورو څېرو او په واک کې پاتې شويو کسانو ته امن خطونه هم ووېشل شي.

