ډېر لوستل شوي

هند د پاکستاني رژیم له لوري د روږدو د درملنې د پېښې ټپیانو ته طبي توکي رالېږلي

هند د پاکستان پوځي رژیم له‌خوا د روږدو پر ۲۰۰۰ بستریز روغتون د تر سره شوي بزدلانه برید ټپیانو سره د ۲.۵ ټنه طبي توکو مرسته کړې ده.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په دې مرسته کې بېړني درمل، طبي لګښتي توکي، کیټونه او تجهیزات شامل دي.
جیسوال وړاندې ویلي، هند په کلکه د افغانانو ترڅنګ ولاړ دی او په دې سخته شېبه کې به خپل بشپړ بشري ملاتړ ته دوام ورکړي.
یاده دې شي چې د تېرې دوشنبې په شپه د پاکستاني رژیم جیټ الوتکو د کابل په نهمه ناحیه کې د د امید په نوم د معتادینو د رغونې ۲۰۰۰ بستریز روغتون بمبار کړ چې په پایله کې یې سلګونه روږدي شهیدان او ټپیان شول.

اړوند خبرونه