د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ۱۴۰۵ نوي ښوونیز کال د پیل په مراسمو کې د استادانو پر روزنې او زدهکوونکو ته د سالمې او معیاري زدهکړې پر اهمیت ټینګار کړی دی.
ښاغلي حنفي په خپلو خبرو کې له پوهنې وزارت څخه غوښتي، چې له شته امکاناتو اعظمي استفاده وکړي او د ښوونې بهیر لا پیاوړی کړي. د رياستالوزرا اداري مرستيال همداراز ډاډ ورکړی، چې د ریاستالوزرا مقام به د ښوونې او روزنې په برخه کې له پوهنې وزارت سره هر ډول اړینه همکاري ترسره کړي.

