د عامې روغتيا وزارت خبر ورکړی، چې د شيخ زايد ملي او تخصصي روغتون کې د ۱۴۰۴ لمريز کال له پيل تر دې مهاله شاوخوا ۷ زره ۲۰۳ بريالي جراحي عملياتونه ترسره شوي دي.
د ياد وزارت په وينا، دا جراحي عملياتونه د مسلکي اصولو او روغتيايي معيارونو په رعايت سره ترسره شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې په همدې موده کې ۶ زره ۸۸۷ تنه ناروغانو ته داخلي بستر (IPD) او ۸۳ زره ۸۴۶ تنه مراجعينو ته خارجي بستر (OPD) روغتيايي خدمتونه وړاندې شوي دي. ياد وزارت ډاډ ورکړی، چې د دې روغتونو ډاکټران تل هڅه کوي، څو ناروغانو ته معياري، خوندي او پر وخت روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي.

