د احصایې او معلوماتو ملي ادارې خبر ورکړی، چې په ۱۴۰۴ کال کې په ټول هېواد کې ۱۳۲ زره او ۵۸۶ کسانو ته زېږونکارتونه وېشل شوي دي.
د يادې ادارې وياند محمد حليم رافع وايي، له دې ډلې ۸۷ زره او ۵۵۱ کارتونه لویانو او ۴۵ زره او ۳۵ کارتونه ماشومانو ته ورکړل شوي دي. د ښاغلي رافع په وينا، تر ټولو ډېر زېږونکارتونه په کابل، خوست، ننګرهار، بلخ او هرات ولایتونو کې وېشل شوي دي.

