د روغتیا نړیوال سازمان خبر ورکړی، چې افغانستان ته یې د ۷۸.۵ ټنه طبي تجهیزاتو یوه مهمه جوپه رالېږلې ده.
د یاد سازمان د افغانستان څانګې په یوې خبرپاڼې کې ویلي، چې دا طبي مرسته له دوبۍ څخه افغانستان ته استول شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، په دې جوپه کې د شري ناروغۍ د درملنې بستې، د سینهبغل درمل، د سختې خوارځواکۍ له امله د ماشومانو لپاره تغذیوي مواد، جراحي وسایل او نور ضروري روغتیايي توکي شامل دي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، دا مرسته به د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د اړمنو ناروغانو، په ځانګړي ډول ماشومانو، د درملنې او بیړنیو روغتیايي خدمتونو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

