ډېر لوستل شوي

له پاکستانه تېره يوه ورځ کې نږدې ۳ زره افغان کډوال راستانه شوي

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء خبر ورکړی، چې په یوه ورځ کې ۲ زره او ۹۹۰ افغان کډوال له پاکستان څخه اېستل شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.

د ياد کمېسيون د راپور له مخې، د ننګرهار تورخم له لارې ۲ زره او ۳۲۰ تنه او د کندهار د سپين بولدک له لارې ۶۷۰ تنه راستانه شوي دي.

راپور زیاتوي، بېرته راستانه شوي کډوال د ثبت، راجستر او د مرستو ترلاسه کولو له بهیر وروسته خپلو اصلي سیمو ته هم لېږدول شوي دي.

همداراز ویل شوي، چې د تورخم دروازې له بیا پرانېستل کېدو وروسته له پاکستانه د افغان کډوالو جبري اېستل یو ځل بیا چټک شوي، چې د اندېښنې وړ بلل کېږي.

اړوند خبرونه