ځایي سرچینو امید راډیو ته ویلي، چې د خوست ولایت تڼیو ولسوالۍ د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د افغان ځواکونو او پاکستان پوځي رژيم ملېشو ترمنځ وروستۍ نښته کې ۱۰ پاکستاني پوځیان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
د سرچينې په وینا، په دې نښته کې د پاکستاني پوځ یوه پوسته هم له منځه وړل شوې او افغان ځواکونو د یوه وژل شوي پاکستاني عسکر جسد له ځان سره انتقال کړی دی.
د ويلو ده، چې دا نښته تېره شپه د خوست ولایت تڼیو ولسوالۍ د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې رامنځته شوې وه او اوس په سيمه کې جګړه درېدلې.

