ډېر لوستل شوي

کابل کې له روږتيا رغېدلي ۳۰۰ کسان له مسلکي زده‌کړو وروسته فارغ شوي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په کابل کې د «آغوش» کمپ د شپږمې دورې د هغو روږدو د فراغت پروګرام ترسره کړ، چې له درملنې وروسته یې مسلکي زده‌کړې بشپړې کړې وې.
د اميد راډيو خبريال په دې مراسمو کې د یاد وزارت د کار مرستيال مولوي ذاهد احمدزي په حواله ویلي، چې دوی هڅه کوي روږدو او بې‌کاره کسانو ته د کار زمینه برابره کړي او نن ۳۰۰ تنه له مسلکي زده‌کړو وروسته ټولنې ته وړاندې شول.
د ښاغلي احمدزي په وینا، په تېرو کلونو کې له ۱۰ زرو څخه زیات له روږتيا رغېدلي او په بېلابېلو حرفو سمبال شوي دي.
په ورته مهال، د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال مولوي عبدالرحمن قاسمي ویلي، چې نشه‌يي توکي یوه جدي ستونزه ده او دا مهال په هېواد کې د روږدو د درملنې لپاره شاوخوا ۲۰ زره بسترونه شته دي.
ښاغلي قاسمي زیاته کړې، چې د ټولو معتادینو درملنه وخت ته اړتیا لري، خو هڅې روانې دي، څو دې پدیدې ته د پای ټکی کېښودل شي.

اړوند خبرونه