د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په کابل کې د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستيال تورسنکلوف سره کتلي دي.
ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، په دې لیدنه کې دواړو لوريو د دوه اړخیزو سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا او د تجارتي تبادلو د زیاتوالي پر اهمیت ټینګار کړی دی.
په دې ناسته کې دواړو لوريو د سوداګرۍ د حجم لوړولو کچه تر یو میلیارد ډالرو پورې ټاکلې او دغه راز د افغانستان د ودانيزو شرکتونو د ظرفیتونو د کارونې وړاندیز هم شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې تورسنکلوف د دوه اړخیزو همکاریو د لا پیاوړتیا په موخه ښاغلي عزیزي ته د قرغیزستان سفر بلنه ورکړې ده.

