ډېر لوستل شوي

له فراه او نیمروز پرته؛ ټولو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شوی

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د سختو بارانونو، تندر او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.
د یادې ادارې په خبرتیا کې راغلي، چې دا اټکل له فراه او نیمروز پرته په نورو ټولو ولایتونو کې شوی دی.
چارواکو له خلکو غوښتي، چې د بارانونو پر مهال له سیندونو او هغو سیمو څخه ځان لرې وساتي، چې د سېلابونو له ګواښ سره مخ دي، څو د احتمالي زیانونو مخه ونیول شي.

اړوند خبرونه