ډېر لوستل شوي

له پاکستانه افغانستان ته رالېږدونکې وسلې، مهمات او نشه‌يي توکي نيول شوي

د ملي دفاع وزارت د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو سرحدي ځواکونو په ننګرهار کې وسلې، مهمات او نشه‌يي توکي نيولي دي.

ياد وزارت وايي، په دې عملياتو کې ۱۳ تفنګچې، ۱۰ کارتنه پټاقۍ او ۲۰ کلچې تریاک ترلاسه او ضبط شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې یاد توکي له پاکستان څخه افغانستان ته راوړل کېدل، خو د افغان سرحدي او دفاعي ځواکونو له لوري نیول شول. دا په داسې مهال ده، چې سرحدي او دفاعي ځواکونو تر دې وړاندې هم له پاکستانه افغانستان ته د غير قانوني توکو د لېږد مخه نيولې ده.

اړوند خبرونه