ډېر لوستل شوي

د تهران او واشنګټن د خبرو لپاره ایراني پلاوی اسلام‌اباد ته ورسېد

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د ایران لوړپوړی دولتي پلاوی د امریکا له استازو سره د خبرو لپاره د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد ته رسېدلی دی.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دا پلاوی نن اسلام‌اباد ته رسېدلی او د پاکستان لوړپوړو چارواکو یې هرکلی کړی دی.

ویل کېږي، چې د پاکستان د پوځ مشر، د بهرنیو چارو وزیر او د کورنیو چارو وزیر په هوايي ډګر کې د ایراني پلاوي د هرکلي لپاره حاضر وو.

په ورته وخت کې، ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې دا پلاوی شاوخوا ۷۰ غړي لري او ټاکل شوې ده، چې د امریکا له استازو سره مهمې خبرې وکړي.

دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي، چې په سیمه کې سیاسي او امنیتي وضعیت د حساسو بدلونونو شاهد دی او د دې خبرو پایلې ته پراخ پام او هیله شته.

اړوند خبرونه