د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په مربوطاتو کې د قبرزون کلي ته نږدې پر یو سیلځای وسلهوال برید شوی چې له امله یې ۷ تنه شهیدان او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
د یاد وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع ویلي، دا پېښه نن ماسپښین هغه مهال رامنځته شوې چې ناپېژاندو وسلهوالو پر موټرسایکل سپاره سیمې ته ورغلي او پر هغو ملکي وګړو یې ډزې کړې چې د جمعې ورځې د رخصتۍ لپاره هلته راټول شوي وو.
د لومړنيو معلوماتو له مخې، د یو شمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی. چارواکي وایي، دا لومړني معلومات دي او د پېښې په اړه نور جزئیات به وروسته شریک شي.

