ډېر لوستل شوي

د ا.ا د مشرتابه تازه فرمان؛ د لاس پلورونکو فعالیتونه بايد تنظیم شي

د اسلامي امارت مشرتابه د لاس پلورونکو د چارو د تنظیم په موخه نوی فرمان صادر کړی، چې له مخې یې ټولې ښاروالۍ مکلفې شوې، څو د ښاري طرحو له معیارونو سره سم د لاس پلورونکو فعالیتونه تنظیم کړي.

د عدليې وزارت د فرمان په خپرولو سره ويلي، چې ښاروالۍ باید د لاس پلورونکو لپاره ځانګړي ځایونه وټاکي، د هغوی د فعالیت سيمې منظمې کړي، د ثبت بهیر بشپړ کړي او هغوی ته وړیا د پېژندګلوۍ کارتونه ورکړي.

همداراز د لاس پلورونکو لپاره د غرفو او کاري مېزونو طرحه برابرول او د هغوی د فعالیت دوامداره څارنه هم د ښاروالیو له دندو څخه بلل شوې ده.

په فرمان کې ټینګار شوی، چې لاس پلورونکي باید یوازې په ټاکل شویو ځایونو کې فعالیت وکړي، له ممنوعه او تاریخ تېرو توکو له پلور څخه ډډه وکړي او د ښار د پاکوالي اصول مراعت کړي.

دغه راز، د سرغړونو په صورت کې لومړی اخطار ورکول کېږي او که تکرار شي، له سیمې څخه د لاس پلورونکي د ایستلو پرېکړه کېږي.

دا فرمان د صدور له نېټې څخه نافذ بلل شوی او موخه یې په ښارونو کې د بې نظمۍ او ګڼه ګوڼې مخنیوی ښودل شوی دی.

اړوند خبرونه