ډېر لوستل شوي

سمنګان کې د ۶۴ میلیون افغانیو په ارزښت یو روغتون جوړېږي 

د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي سمنګان ته د سفر پرمهال د یاد ولایت حضرت سلطان ولسوالۍ عمومي روغتون د بنسټ ډبره اېښې ده. 

د روغتیا وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا روغتون د ۶۴ میلیون افغانیو په ارزښت جوړېږي چې د ولسوالۍ په کچه د روغتیايي خدمتونو د پراخېدو، د خلکو د ستونزو حل او معیاري درملنې په برخه کې به مهم ګام وي. 

په دې سفر کې ښاغلي جلالي ویلي چې د اسلامي امارت له داخلي بودیجې د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د جوړېدونکو روغتونونو له ډلې د ۵۶ روغتونونو تدارکاتي چارې بشپړې او د روان ۱۴۰۵ کال په ترڅ کې به د ۱۰۰ نورو روغتونونو چارې هم پيل شي. د نوموړي په وینا چې یاد روغتونونه به عمومي جراحي، داخله، نسایي ولادي، د ماشومانو درملنې او یو شمېر نورې څانګې ولري چې په جوړېدو سره به یې په ولایتي روغتونونو کې د مراجعینو ګڼه‌ ګوڼه کمه او خلکو ته به په ولسوالیو کې معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي.

اړوند خبرونه