ډېر لوستل شوي

د واکسیناسیون نړیواله اوونۍ؛ هېواد کې د ۱۱ ناروغیو لپاره د واکسین پروګرامونه روان دي

د عامې روغتیا وزارت د ملي کتلوي معافیت امر ډاکټر علي احمد سیفي د «واکسيناسيون په تړاو د عامه پوهاوي» غونډه کې ویلي، چې د واکسیناسیون نړیواله اوونۍ له ۵۲ کلونو راهیسې نمانځل کېږي.
د اميد راډيو خبريال په دې غونډه کې د ښاغلي سيفي په حواله ويلي، د دې اوونۍ د نمانځلو اصلي موخه د واکسین په برخه کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکول او د بې‌ځایه او غلطو معلوماتو مخنیوی دی، څو د واکسین د تطبیق بهیر لا اغېزمن شي.
نوموړي زیاته کړې، چې د دې پروګرام له لارې هڅه کېږي د عامې روغتیا وزارت ترڅنګ نورې دولتي او غیر دولتي ادارې هم خلکو ته د واکسین په اړه پوهاوی زیات کړي او د تطبیق لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
سیفي ټینګار کړی، چې د پوهاوي کچه باید لوړه شي او هغه ادارې چې په دې برخه کې کار کوي، اړ دي چې جدي او چټک اقدامات ترسره کړي.
نوموړي ویلي، اوس مهال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ۱۱ ناروغیو لپاره د واکسین پروګرامونه روان دي.

اړوند خبرونه