اسلامي امارت د پېښور په اکوړه کې د دارالعلوم حقانیه مدرسې د استاد شیخ محمد ادريس په مرګوني بريد ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيحالله مجاهد د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره په یاد عالم د برید پېښه په سختو ټکو غندلې او دا یې د اسلامي نړۍ، علماوو او علمي ټولنې لپاره ستره او نه جبرانېدونکې ضایعه بللې ده.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې، چې د علماوو په نښه کول د اسلام پر ارزښتونو مستقیم برید دی او دا ډول پېښې د سختې اندېښنې وړ دي.
د ويلو ده، چې د خیبرپښتونخوا د چهارسدې په اتمانزو کې نن سهار يو مشهور ديني عالم شيخ محمد ادريس د نامعلومو وسلهوالو کسانو له لوري په يوه بريد کې خپل ژوند بايللی دی.

