ډېر لوستل شوي

د کندوز سیمه‌ييز روغتون کې د نسايي او ولادي څانګې لپاره دوې عملیات‌خونې جوړې شوې 

عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې د کندز په سیمه‌ییز روغتون کې د نسایي او ولادي څانګې لپاره دوې مجهزې عملیات‌‌خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. 

د دغه وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې دا عملیات‌خونې د معیاري ودانۍ لرلو ترڅنګ په پرمختللو طبي تجهیزاتو سمبال دي او موخه یې د نسایي او ولادي برخې د خدمتونو کیفیت لوړول دي.

د خبرپاڼې له مخې چې یادې عملیات‌خونې د بې‌‌پولې ډاکټرانو (MSF) په مالي ملاتړ او همکارۍ جوړې شوې دي. 

بلخوا د کندوز عامې روغتیا رییس، ډاکټر محمد الله حکمت د بې‌‌پولې ډاکټرانو دفتر له دوامدارو همکاریو څخه په مننې ویلي چې د دغو عملیات‌‌خونو جوړول د روغتیايي خدمتونو د ښه‌والي په برخه کې مهم ګام دی. د عامې روغتیا وزارت همداراز لیکلي چې ورته مهال د بې‌‌پولې ډاکټرانو پلاوي د کندوز سیمه‌ییز روغتون له ارتوپیدي څانګې هم لیدنه کړې او د دې څانګې لپاره یې د پرمختللو طبي وسایلو او تجهیزاتو په برخه کې د لا زیاتو همکاریو او ملاتړ ژمنه کړې ده.

اړوند خبرونه