ډېر لوستل شوي

بېجنګ ته د عراقچي رسېدل؛ د چین له چارواکو سره پر مهمو موضوعاتو خبرې کوي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په رسمي سفر د چین پلازمېنې بېجینګ ته رسېدلی دی او ټاکل شوې چې
له خپل چیني سیال «وانګ یي» سره وګوري.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې، په دې سفر کې به دواړه لوري د تهران او بېجینګ ترمنځ پر دوه‌اړخیزو اړیکو، او همدارنګه پر سیمه‌ییزو او نړیوالو بدلونونو خبرې او سلا مشورې وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت هم د عراقچي د دې سفر پخلی کړی او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو د اړیکو پراختیا به د خبرو مهم محور وي.

بل‌خوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې هیله لري د چین مشران به ایران ته دا پیغام ورکړي چې نړیوال اقتصاد باید له ګواښ سره مخ نه کړي.

دا سفر په داسې حال کېږي، چې عراقچي په دې وروستیو کې د خپل سیمه‌ییزو سفرونو په لړ کې پاکستان، عمان او روسیې ته هم تللی و.

اړوند خبرونه