ډېر لوستل شوي

د کوه نور الماس معما او پر سر یې دعوې

کوه نور الماس د نړۍ هغه کلتوري ډالۍ ده چې د افغانستان په ګډون یې هندوستان، ایران، پاکستان او برېتانیا دعوه لري. هر یو هېواد ادعا کوي چې کوه نور یې کلتوري میراث دی او برېتانیا ترې په چل ول تروړلی دی.

کوره نور د نړۍ تر ټولو ګرانبیه او تاریخي میراثونو څخه ګڼل کیږي چې پښتو مانا یې (رڼا غر) ده. دا هغه الماس دي چې څو پېړۍ د واک، ځپونکو جګړو او د امپراتوریو په بدلون لاس په لاس شوي. له اوږدې مودې لاس په لاس کېدو وروسته دا الماس برېتانیا ته ورسېدل او اوسمهال د هغوی د شاهي تاج برخه کې ساتل کیږي.

که څه هم وړاندې مو وویل چې د کوه نور الماس له پخوا راهیسې د بحث او جنجال موضوع پاتې شوې، خو دا موضوع یو ځل بیا هغه مهال راپورته شوه چې د نیویارک ښاروال زهران ممداني تازه د برېتانیا له پاچا وغوښتل چې کوه نور الماس بېرته اصلي هېواد ته وسپاري. د ممدانې دا غوښتنه کومه رسمي تقاضا نه ده، بلکې د یوه وړاندیز په کچه وه او بیا یې پخوانۍ دعوې راتازه کړې.

تاریخ شالید او مخینه

ویل کیږي چې د کوه نور الماس په ګورګاني پېر کې د هند د ګولکنډا له کانونو څخه لاسته راغلي. دا سیمه په منځنیو پېړیو کې د قیمتي ډبرو مهمه سرچینه وه. هغه مهال چې نادرشاه پر هند یرغل وکړ او د وخت مغولي پاچا محمدشاه ګورګاني ماڼۍ ته ننوت، نو دده په تاج کې یې دا الماس ولیدل او په لوړ غږ یې وویل(این کوه نور است) د ایراني منابعو په استناد له هماغې ورځې دا الماس کوه نور ونومول شول. همداراز نادرشاه یوه بله چالاکي دا وکړه چې محمدشاه ته یې وویل چې زموږ دستور دی، چې کله سوله وشي، نو پاچایان خپل تاجونه بدلوي. په همدې موقع کې یې د خپل سر تاج د محمدشاه او د هغه تاج یې پر خپل سر کېښود. د تاریخي منابعو له قراره، چون نادرخان په ډېرې هوښیارۍ او فریب دا چاره یوه کلتوري او میراثي پېښه وبلله،  نو ځکه له هماغې ورځې د (کلابردار) اصطلاح هم رایجه شوه چې غولوونکي ته وایي.

دا الماس ایران ته را انتقال شول، خو کله چې نادرشاه ته د خپلو نظامیانو حوصله ختمه او دی یې وواژه نو د هغه وخت ایران کې هرج مرج پیدا شو او ددې وېره وه چې د نوموړي کورنۍ ته هم زیان ورسیږي. دا چې احمدشاه بابا هم د نادر په ساتونکو کې و، نو نوموړي د نادرشاه کورنۍ محفوظه بخارا ته انتقال کړه او د نادرشاه ښځې ددغه چوپړ په بدل کې احمدشاه بابا ته د کوه نور الماس ورکړل.

د احمدشاه بابا له مړینې وروسته دا الماس د هغه زوی، لمسي او کړوسي ته انتقال شول چې بالاخره دا الماس له دراني شاهانو په ډېر مهارت د وخت هندي برېتانوي چارواکو لاس ته راوړل او ملکې ویکټوریا ته ډالۍ شول.

پر کوه نور حقوقي دعوې

کوه نور که څه هم کوم ځانګړی قیمت نه لري، خو دا الماس په تاریخي او میراثي لحاظ له لوړ ارزښت څخه برخمن دي چې هر کال ترې سیلانیان لیدنه کوي. هندوستان دعوه کوي چې دا الماس د دوی په ځمکه کې پیدا شوي، اصلي میراث یې هم له دوی سره دی او د برېتانیا د واکمنۍ پر مهال له هندوستان څخه غلا شوي. بلخوا ایران بیا وایي چې دا الماس له ایران څخه وړل شوي دي. افغانستان دعوه کوي چې دا الماس برېتانیا ته بیدون له رضایته انتقال شوي او مستحق یې افغانستان دی. پاکستان هم غواړي چې د مومن خان د ښامار په قاتلینو کې حساب شي او خپله توره سره کړي؛ وایي چې دا د پنجاب د تاریخي تسلسل او میراث برخه ده. بلخوا برېتانیا ادعا کوي چې دا کلونه کلونه پخوا انګلستان ته را انتقال شوي او ددې هېواد میراثي ارزښت بلل کیږي. (اختصاصي معلومات)

اړوند خبرونه