ډېر لوستل شوي

تېره اوونۍ څه باندې ۹ زره راستنوشویو کورنیو ته استوګنیزې نمرې وېشل شوې

د کډوالو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په ۱۱ ولایتونو کې ۹ زره ۳۵۲ راستنوشویو کورنیو ته استوګنیزې نمرې وېشلې دي. 

د اسلامي امارت مرستیال ویاند، ملا حمدالله فطرت په اېکس‌پاڼه لیکلي چې دا استوګنیزې نمرې په ننګرهار، لغمان، زابل، فراه، بامیان، سرپل، سمنګان، بلخ، جوزجان، کندوز او غزني ولایتونو کې وېشل شوي دي. 

ښاغلي فطرت لیکلي چې په ننګرهار کې ۳ زره ۲۷۰، لغمان کې ۱۲۶۰، زابل کې ۹۶۰، فراه کې ۵۱۷، بامیان کې ۶۶، سرپل کې ۴۹۵، سمنګان کې ۵۵۰، بلخ کې ۹۳۴، جوزحان کې ۶۰۰، کندوز کې ۳۰۰ او غزني ولایت کې ۴۰۰ راستنوشویو ته استوګنیزې نمرې وېشل شوې دي.  ملا حمدالله فطرت همداراز لیکلي چې تر دې مهاله په مجموعي ډول ۱۸ زره ۹۰۴ د ځمکو نمرې وېشل شوې دي او په وینا یې چې دا لړۍ په چټکۍ سره روانه ده.

اړوند خبرونه