د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ په دوام، په یوه ورځ کې ۴ زره او ۴۱۳ افغان کډوال له دې هېواده افغانستان ته راستانه کړل شوي دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د خپلو کمېټو په ورځني راپور کې ویلي، یاد شمېر کډوال پرون د ننګرهار د تورخم او د کندهار د سپین بولدک له لارو هېواد ته دننه شوي دي.
د راپور له مخې، ۴ زره او ۱۱۰ کسان د تورخم له لارې او ۳۰۳ نور د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
په راپور کې ویل شوي، د ثبت کمېټې له راستنېدونکو کډوالو هرکلی کړی او د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته يې خپلو اصلي سیمو ته هم لېږلي دي.
بلخوا، تېره پنجشنبه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت هم د پاکستان له زندانونو د نږدې ۵۰۰ افغان بندیانو د خوشې کېدو خبر ورکړی و.

