د وینې ملي بانک رييس ډاکټر نیاز ګل نیازمند د «مۍ نهمه، د تلسيميا نړيواله ورځ» په مناسبت غونډه کې ويلي، په ټول هېواد کې د ۶ زره او ۱۲۳ مېرمنو په ګډون د تلسیمیا ناروغانو شمېر ۱۱ زره ۲۶۰ ته رسېږي.
د اميد راډيو خبريال په دې غونډه کې د ښاغلي نيازمند په حواله ويلي، چې يوازې په پلازمېنه کابل کې د ۷۱۰ مېرمنو په ګډون د تلسیمیا ناروغۍ تر ۱ زرو ۵۰۰ څخه زیات ناروغان ثبت شوي.
ډاکټر نیازمند زياته کړې، په ۱۴۰۴ کال کې ۱۸۷ نوي ناروغان هم ثبت شوي او احتمال شته چې دا شمېر لا زیات شي. د نوموړي په وینا، اوسمهال هره ورځ شاوخوا ۵۰ تلسیمیا ناروغانو ته د اړتیا وړ وینه برابریږي.
د وینې ملي بانک رييس همدارنګه ويلي، په نږدې راتلونکې کې به په کابل کې د تلسیمیا ناروغانو لپاره د خدمتونو یوه بله ځانګړې څانګه هم فعاله شي، څو د دې ناروغانو د درملنې او وینې رسولو خدمت لا ښه شي.

