ډېر لوستل شوي

تېرو څلورو اوونیو کې له ۹۰ زرو ډېر سیلانیان پنجشېر ولایت ته تللي

د پنجشېر مسوولین وایي چې د هوا په ګرمېدو سره یوازې په تېرو څلورو اوونیو کې له ۹۰ زرو ډېرو سیلانیانو د دغه ولایت له طبیعي منظرو لیدنه کړې ده. 

د پنجشېر ولایت د رسنیو مرکز په خبرپاڼه کې ویل شوي چې سرتاسري امنیت او معتدله هوا د دې لامل شوې چې د کورنیو سیلانیانو ترڅنګ بهرني وګړي هم یاد ولایت ته سفر وکړي.

د خبرپاڼې له مخې چې په وروستیو کې ۱۶ بهرني سیلانیان هم پنجشېر ولایت ته تللي او د دغه ولایت له تاریخي سیمو او طبیعي منظرو یې لیدنه کړې ده. 

بلخوا د پنجشېر والي، حافظ محمد اغا حکیم کورنیو او بهرنیو سیلانیانو ته د اسانتیاوو او امنیت په تړاو ډاډ ورکړی او ټینګار یې کړی چې امنیتي بنسټونه دې د سیلانیانو لپاره امنیت تامین او اسانتیاوې رامنځته کړي. 

ښاغلي حکیم همداراز له سیلانیانو غوښتي په پنجشیر کې د سفر او استوګنې پرمهال حجاب او د اسلامي شریعت اصول مراعات کړي او له هر هغه چلند یا عمل څخه ډډه وکړي چې ځايي اوسیدونکو ته زیان رسوي.

د ویلو ده چې پنجشېر ولایت د مناسب اقلیم او ښکلو طبیعي منظرو په لرلو سره هر کال زرګونه کورنیو او بېلابېلو هېوادونو د سیلانیانو کوربه‌ وي.

اړوند خبرونه