د امریکا له خوا پر ایران له بربنډ تېري وروسته ایران په سیمه کې ټولې هغه قرارګاوې او زېربناوې په نښه کړې چې امریکایان پکې مېشت و او یا واشنګټن پورې اړوندېدل. همدارنګه تهران هرمز تنګی هم د فشار د یوې وسیلې په توګه د ټرانزېټ او د نفتو د بېړیو پر مخ محدود او یا مطلق وتاړه. پر قطر، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او عراق د ایران په پرلپسې بریدونو کې ډېرې زېربناوې له منځه ولاړې او امریکایي پوځيانو ته هم پکې د سر زیان واوښت. دغو شدیدو بریدونو په قطر، دوبۍ او نورو هېوادونو کې مېشت وګړي او د نورو هېوادونو سیاحان اړ کړل چې خپلو مېنو ته وخوځېږي او هلته شته اقتصادي فعالیتونه ودروي. همداشان د ایران له خوا د توغندیو په توغولو کې د خلیجي هېوادونو نفتي زېربناوې هم لولپه شوې چې یادو هېوادونو ته یې زیان خورا دروند و. نړیوال بانک راپور ورکړی چې د امریکا له خوا پر ایران د تېري او د ایران له خوا په سیمه کې د امریکایي اډو او مېشتځایونو وېشتو شاوخوا ۸۰ میلیارده ډالره زیان اړولی دی. دې بانک همداشان زیاته کړې چې روان زېږدیز کال منځني ختیځ کې اقتصادي وده نږدې دوه سلنه راټیټه کړې ده. نړیوال بانک ددې راپور د خپراوي پر مهال د خبرداري په بڼه ویلي چې د کړکېچ شدیدېدل، کولی شي په سیمه کې اوږدمهالې ناخوالې پرېږدي.
خو دې کړکېچ یوازې د نفتو صنعت ته کلکه ضربه ورنه کړه، بلکې وروستي کړکېچ او اړو دوړ د ګرځندوی یا ټورېزم سکټور هم وځاپه او تر ډېره یې خلیج هېوادونه له اقتصادي اړخه له پښو وغورځول. ګرځندوی صنعت په ټوله نړۍ کې مخ په غوړېدو دی او هر دولت ددې صنعت ودې او د نورو هېوادونو د وګړو د جلب و جذب لپاره ګڼې برنامې او پالیسي لاس لاندې لري او غواړي چې له دې لارې مالي منابع پیدا او د ناخالص عاید په توګه ترې حتی د خپل هېواد عادي او انکشافي بودیجه برابره کړي. د راپورونو له مخې، د جګړې له پیل راهیسې خلیجو او منځني ختیځ هېوادونو د ګرځندوی له کبله ۶۰۰ میلیونه ډالره زیان ګاله. دا رقم کوچنی نه دی او تر ټولو دردونکې دا ده چې دغه خلا او زیان په ګرځندوی صنعت کې په سختۍ او کله ناکله محاله وي چې ډک شي. منځني ختیځ کې د کړکېچ له ایجاد سره سم په دې هېوادونو کې له بومي وګړو پرته د بل هر هېواد تبع هڅه کوله چې خپل هېواد ته سلامت سر ورسوي او منځنی ختیځ پرېږدي. په دې ډول اتباعو کې کاروباریان، پانګوال، سوداګر، کارافرینان، لوبغاړي، ممثلین او د نورو حرفو څښتنان شامل وو چې ناخالصه ګټه یې کوربه هېوادونو ته ترې رسېده. دا چې ګرځندوی یا سیاحت څو بعدي صنعت دی، یوازې یې حکومتونه زیانمن نه کړل، بلکې پر هوټلونو، ټرانسپورټي برخو او هوایي او خدماتي اژانسونو یې هم ناوړه اغېزه وکړه چې بیا جبران به یې یو څه سخت وي.
خلیج هېوادونو په وروستیو لسیزو کې د ګرځندوی له مخې بېسارې وده کړې ده او له همدې لارې هر کال په سلګونه میلیون ډالر راټولوي. د قطر، کوېټ او اماراتو په ګډون ځینو هېوادونو هڅه کړې چې د نړۍ د کار، سیاست او سوداګرۍ لوی مراکز واوسي چې کلونه کلونه یې همدې مارکېټېنګ ته وقف کړي و.
ویل کیږي چې د منځني ختیځ او خلیجو هېوادونو کې تر بل هر هېواد ډېر زیان ابو ظبي لیدلی دی. دغه هېواد په تېرو لسیزو کې د ګرځندوی پر صنعت پوره پانګونه کړې وه او تر ننه هڅه کوي چې دا هېواد د نړۍ د کاروبار ستر مرکز واوسي. حتی وروستیو شخړو په دې هېواد کې ګڼ هوټلونه، رسټورانټونه د سفر او سیاحت شرکتونه له زوال او لغوه کېدو سره مخ کړي دي او ګڼو سازمانونو خو پکې خپل کارونه هم په ټپه درولي دي. ددغه زیان د رفع کولو په پار په وروستیو کې د امریکا حکومت وعده کړې وه چې د عرب اماراتو په ګډون به له خلیجي هېوادونو سره د پولي تبادلې لارې پیدا کړي، تر څو دا هېوادونه په اسانه امریکایي ډالرو ته لاسرسی ومومي، خو خلیج هېوادونو دې موضوع ته چندان اعتنا نه ده کړې. عرب اماراتو همدارنګه خبرداری ورکړی و چې په اوپیک سازمان کې به خپل غړیتوب لغوه کړي.
نړیوال سازمان خبر ورکړی چې دې شخړې د خلیجو هېوادونو پر اقتصادي متنوعو پروګرامونو اغېز کړی دی. دې هېوادونو په وروستیو کې له بل هر څه پر ګرځندوی ډېره پانګونه کړې او په خپلو هېوادونو کې یې سپورټي برنامو، اې ای او نورو کې یې په میلیاردونه ډالر لګولي چې اوسمهال پکې ګڼ فعالیتونه په ټپه درېدلي دي.
د چارو پوهان اندېښنه ښیي، چې که په منځني ختیځ کې روان کړکېچ په یوه ټولمنلي او حتمي اوربند وانوړي، نو امکان شته چې اقتصادي فشارونه به یوازې تر منځني ختیځ پورې محدود نه شي، بلکې د نړۍ ګڼو هېوادونو کې به مالي بحرانونه رامنځته او نړۍ به په مالي لحاظه په بېساري ډول وځپي.
#امیدراډيو

