درې کاله وړاندې یوې برېتانوۍ ورځپاڼې (ډېلې ټیلګراف) (طالبانو څنګه «د نشه يي توکو پر ضد د بشري تاریخ تر ټولو بریالۍ هڅه» پیل کړه؟) تر عنوان لاندې یو څېړنیز او هېښوونکی راپور خپور کړ چې نه یوازې حیرانونکې وه، بلکې تر ډېره یې د نورو رسنیو مغرضانه او هوایي مالومات هم چوپ او غلي کړل.
دا راپور په دې جملې پیل شوی و: ((د امریکا د «نشه يي توکو پر ضد جګړه» چې په ۱۹۷۱ کال کې د ولسمشر ریچارډ نېکسن له خوا پیل شوه، تر نیمې پېړۍ وغځېده، خو د افغانستان د اپینو په سوداګرۍ کې یې چندان بدلون رانهوست.)) دې راپور په حیرانونکي ډول لیکلي و چې ددې هېواد کروندې چې نړۍ ته ۸۰ سلنه اپین برابروي، د امریکا د یرغل پرمهال نه یوازې دا کروندې شنډې نه شوې، بلکې لا یې زور وموند او ټول افغانستان کوکنار کوکنار شو.)) راپور لیکلي چې افغانستان کې د نشه یي توکو ضد ټولې موسسې او ټولنې نابریالۍ وې، خو خپله طالبان(د دوی په قول) وتوانېدل چې دا هېواد د نشه یي توکو له اړخه مهار او پاک کړي.
دغه راپور وړاندې زیاتوي چې د تېر کال(دا راپور په ۲۰۲۳ کې خپور شوی او لېنک یې کمېنټ کې شته) په اپرېل کې د دوی مشرتابه یو فرمان صادر کړ چې پکې په ټول افغانستان کې د نشه یي توکو کر منع شو او د کارپوهانو په قول په ۱۲ میاشتو کې دننه دننه په ټول بشري تاریخ کې د نشه یي توکو پر ضد داسې بریالۍ او منسجمه هڅه نه وه شوې.
دې راپور کې وړاندې راغلي چې پخوا به د هلمند پر څلورمه/ پینځمه برخه کوکنار کرل کېدل او دا کښت لا هغه مهال هم په زور کې و چې برېتانوي ځواکونه په دې ولایت کې مېشت و. په دې راپور کې وړاندې ویل شوي چې ښایي په افغانستان کې د کوکنارو په لا ډېر مهار سره په ټوله نړۍ کې د هیروئینو بیې لوړې شي.
له دغه پورتني مقدماتي بحث څخه مو دوې موخې دي: یوه دا چې اسلامي امارت له نشه یي توکو سره په رښتني دول مبارزره کړې ده او پر دې مبارزې نه یوازې ګڼې رسنۍ معترفې دي، بلکې د سپوږمکیو موندنې هم شته. مانا ساینسي او ټکنالوژیکو موندنو هم ښودلې چې افغانستان کې د کوکنارو او نورو نشه یي نوعو بوټو کښتونه له منځه تللي دي. بله موخه دا ده چې پخوانیو کروندګرو خو خپل عاید له همدې مضرو بوټو لاسته راوړ، اوس دوی د بدیل په توګه کوم کوم بوټي کرلای شي؟
دا چې نړۍ معترفه ده چې افغانستان کې د کوکنارو د کښت لمنه ټوله شوې، خو بیا یې هم له افغان حکومت او افغان دهقانانو سره هېڅ ډول مرسته نه ده کړې او نه یې دوی ته د بدیل معیشت غم خوړلی دی. دا چې دهقانان د کوکنارو له کښتونو لاس په سر شول، نو په خپل نوښت یې ځینې هڅې وکړې او په دې لټه کې شول چې داسې بوټي ونې وکري چې خدمت او پالنه یې اسانه او لنډه او عاید یې ډېر وي. دوی همدارنګه پر هغو بوټو هم تکیه وکړه چې پخوا به د افغانستان ختیځ او لوېدیځو ولایتونو سیمې او پټي پرې سپینې وې چې پنبه بلل کیږي. همداراز د وخت په تېرېدو سره تازه په تازه د افغانستان په یو شمېر ختیځو او ګرمو سیمو کې هغه مېوې دانې هم تجربه شوي چې پخوا چا نه وې کرلې او نه یې په تړاو عملي تجربه لرله. ویلای شو چې په دې وروستیو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې بزګرانو د خپل جرات او نوښت له مخې بېلابېل بوټي تجربه کړل، تر څو یې د کوکنارو پر ځای د بدیل په توګه وکري. د بدیل په توګه په دې بوټو کې ځمکني توت، اېنجه، پنبه او زغفران شامل دي چې په ټول هېواد کې یې کښتونه مخ په غوړېدو دي. تازه د کندهار او ننګرهار ولایتونو د کرنې او مالدارۍ مسوولینو ویلي چې په دې ولایتونو کې د ځمکني توت یا سټرابري حاصلات زیات شوي. مسوولین وایي چې یوازې په ننګرهار کې یې سږکال د حاصلاتو اټکل ۷۰۰ مټریک ټنه شوی دی. د معلوماتو له مخې په خوږیاڼو، کوټ، دره نور او سره رود ولسوالیو کې پر ٤٠٦ جریبه ځمکه ځمکني توتان کرل شوي دي.
د یاد ریاست یوه مسوول ویلي: (( سږ کال د ننګرهار په څلورو ولسوالیو، کوټ، دره نور، سره رود او خوږیاڼو ولسوالیو کې پر ٤٠٦ جریبه ځمکه ځمکني توتان کرل شوي، چې د اټکل له مخې به ٦٧٠ مټریک ټنه حاصل به ورکړي، د پراختیا لپاره د کرنې ریاست پلان لري په راتلونکې کال کې ننداریزې قطعې په هغو ولسوالیو کې چې ښه نتیجه ورکړې وې کري، هغه بزګران چې ورسره نا اشنا دي یا ځینو نورو ولسوالیو کې، چې نتیجه ورکوي؛ خو بزګران یې نه کري نو د هغوی لپاره په راتلونکې کال د کرنې وزارت سره په همغږۍ ننداریزې قطعې جوړې کړو تر څو مونږ وکولی شوې ورته پراختیا ورکړو.)) دهقانان او د ځمکنیو توتو کرونکي وایي چې په دې ولایت کې ددې مېوې پلور او کر خورا وده کړې او د سیالۍ کچې ته رسېدلي. دوی له مسوولینو غوښتنه کوي، چې راتلونکې کې یې لاسنیوی وشي څو د یادې میوې حاصلات لا زیات شي او په کور دننه پر ځان بسیا شي. دوی همدا راز غوښتنه کوي، چې د سړو خونو او بازار موندنې په برخه کې دې ورسره لازمې مرستې وکړي، څو راټول کړل شوي حاصلات په مناسبه بیه وپلوري.
د افغانستان په سوېل کې د کندهار د کرنې او مالدارۍ ولایتي ادارې چارواکو هم اعلان کړی چې په دغه ولایت کې د سټرابري یا ځمکني توت د کښت کچه لوړه شوې. د کرنې کارپوهان وايي، دا محصول له اقتصادي پلوه ګټور ارزول شوی او د ځینو نورو دودیزو کښتونو په پرتله لږو اوبو ته اړتیا لري. ځمکني توتان یو له هغو محصولاتو دي چې څو کاله وړاندې د کرنې وزارت له څېړنو او ارزونو وروسته په افغانستان کې دود شو او په وروستیو کلونو کې یې کښت په ځانګړي ډول په هغو ولایتونو کې چې مناسب اقلیم لري پراخ شوی دی.
د ځمکني توت علاوه په هېواد کې د پنبو کرل هم زیات شوي، نورو هېوادونو ته صادریږي او د کوکنارو د کښت یو ښه بدیل ګڼل کیږي. د کرنې ماهرین وایي چې د افغانستان پنبې په ټوله اسیا او نړۍ کې نوم درلود او څو لسیزې پخوا به د هېواد لوېدیځ ولایتونه له مالوچو مالامال و. په افغانستان کې نژدې ۵۰ کاله وړاندې په کلنۍ کچه پر ۱۲۸۰۰۰ هکټاره ځمکه پنبه کرل کېده او شاوخوا یو لک او پنځوس زره ټنه پنبه ترې ټولېده، خو په دغه هېواد کې سیاسي بدلونونه، ناارامۍ او له کبله یې د نړۍ له هېوادونو سره د اړېکو شلېدل ددغه بوټي ځای کوکنارو او بنګو ونیو. کندهار، هلمند او فراه ولایتونو کې د پنبې کښت سلګونه کاله مخینه او د افغانستان له لومړنیو سیمو شمېرل کېږي، چې پنبه پکې ترویج او کرل شوې ده. راپورونه وایي د کندهار په اوو ولسوالیو کې هغه کروندې اوس د پنبې (مالوچو) کښتونو پوښلي، چې څلور کاله وړاندې د کوکنارو کښتونه پرې ولاړ وو. د کرنې او مالدارۍ وزارت د مالوماتو له مخې، تېر کال په افغانستان کې پر نږدې پنځه پنځوس زره هکټاره ځمکه پنبه کرل شوې، چې شاوخوا ۷۲ زره میټریک ټنه پنبه دانه ترې ټوله شوې وه. ددغه وزارت ویاند وايي پروسږ کال د پنبې په کښت او تولیداتو کې څه باندې ۴۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی. نوموړی وایي: پنبه د افغانستان ۱۷ ولایتونو کې کرل شوې وه، چې تر ټولو زیاته پنبه هلمند، بلخ، جوزجان، ننګرهار، کندهار، تخار، کندوز، بغلان ، سمنګان او نیمروز ولایتونو نه راټوله شوې ده.
د زغفرانو تر څنګ چې په ټوله نړۍ کې نوم لري او افغانستان پکې لومړی مقام لري، اېنجه هغه بل طبي بوټی دی چې د هېواد په ځینو سیمو کې کروندګرو ورته مخه کړې ده. اېنجه تر ډېره په داسې چاپېریال کې کرل کېږي، چې لږ تر لږه شپږ میاشتې د ګرمۍ موسم ولري، چې له نېکهمرغه د افغانستان زیاتره ولایتونه د دې بوټي کښت ته تر ټولو غوره بستر دی. اېنجه چې خورا نرم بوی لري، تر ډېره په د درملو په جوړولو کې ترې ګټه اخیستل کېږي او دا بوټی د بېلابېلو ناروغیو د درملنې لپاره کارول کېږي.
د کرنې او بزګرانو ته د بدیل معیشت په برخه کې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی چې په هېواد کې د کوکنار د بدیل کښت په تړاو د پنځه کلنې طرحې پلان لري. د دغه وزارت د ویاند په وینا، د بدیل معیشت د پنځه کلنې طرحه د کرنې وزارت له لوري د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخې د کوکنارو د کښت د بندېدو په موخه د بدیل معیشت او د کوکنارو او مخدره توکو تولیدوونکو بوټو پرځای بزګرانو ته د ارزښت لرونکو بوټو د پېژندنې په موخه چمتو شوی دی. یو شمېر هغه کروندګر چې په هېواد کې یي د کوکنارو د کرکېلې د منعه کېدو په تړاو د اسلامي امارت د مشر د فرمان له صادرېدو مخکې د کوکنارو د کرکېلې له لارې خپلې اړتیاوې پوره کولې اوس وایي چې له ستونزو سره مخ دي او له نړیوالې ټولنې او اسلامي امارت څخه د بدیل کښت او لاسنیوي په تمه دي. بلخوا، د کرنې او مالدارۍ خونه د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې پر وېش، د کرنیزو محصولاتو د پلور لپاره په هېواد کې دننه او بهر د معیاري بازارونو پر جوړېدو، د ګمرکي تعرفو پر کمېدو او کروندګرو ته د اسلامي امارت له لوري د کوکنارو د بدیل کښت پر برابرېدو ټینګار کوي.
دا چې اوسمهال په کوکنارو او نورو نشهکوونکو بوټو په بشپړه توګه بندیز لګېدلی، کروندګرو ته هم ښایي چې نور د هېواد پر ځوانانو رحم وکړي او په خپل نوښت د دغو درېیو ـ څلورو بوټو په ګډون داسې بوټي تجربه کړي چې عاید پکې ډېر دی.
د بدیل معیشت په برخه کې یوې روښانې او هر اړخیزې ستراتیژۍ ته اړتیا شته، چې د موسمي وړاندوینو پر بنسټ د کرنې پلانولو لپاره د پالیسيو بدلون، د تولید شوو توکو لپاره پراخه بازار موندنه، بهرنیو هېوادونو ته د هغه صادرات، د اوبو لګونې لارو چارو نوي کول او د سپما لپاره یې د ټیکنالوژیو کارولو سره د کروندګرو لاسنیوی وشي، چې د تل لپاره زموږ کروندګر له بنګو او کوکنارو سره خدای پامانې وکړي. نړیواله ټولنه باید د افغان بزګرانو لاسنیوی وکړي او د بدیل معیشت په برخه کې هغه ژمنې او مسوولیتونه پرځای کړي چې په دې برخه کې یې لري. همداراز افغان حکومت باید بډایه هېوادوال او پانګوال وهڅوي چې په هېواد دننه سړې خونې جوړې کړي، تر څو پکې بزګران خپل محصولات وساتي او بیا دې ته اړ نه شو چې له پاکستان او ګاونډیو هېوادونو خپل صادر کړی محصول بېرته وارد کړو.
امیدراډيو

