ډېر لوستل شوي

د کندوز په «علي‌اباد» ولسوالۍ کې د ۳۰ بستریز روغتون د جوړېدو پرېکړه شوې

د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې پرېکړه شوې چې عامې روغتیا وزارت دې د کندوز په «علي‌اباد» ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړ کړي.  

د اقتصادي معاونیت د اعلامیې له مخې چې دې غونډې ته د معیار او کیفیت ادارې لخوا د معیارونو ۶۹ مسودې د تائیدۍ لپاره وړاندې شوې چې تر هر اړخیز بحث وروسته یادې مسودې تائید او اړوندو ادارو ته یې د ښه تطبیق سپارښتنه شوې ده. 

په اعلامیه کې ویل شوي چې د ۶۹ مسودو له ډلې ۲۹ ازمایښتي روشونه او پاتې نور یې معیارونه دي چې د مدیریت، نفتي توکو، طبي وسایلو، مخابراتو، کیمیاوي توکو، زراعت او خوراکي موادو، کانونو، چاپېریال ساتنې او ساختماني موادو په برخو کې جوړ شوي دي.

په دې غونډه کې همداراز د کانونو او پټرولیم وزارت لخوا ۷۷ ساختماني شرکت ته د سمنګان د دره صوف بالا ولسوالۍ د زورا سیمې د ډبرو سکرو ظواهرو د قرارداد ورکولو وړاندیز هم شوی.

اړوند خبرونه