ډېر لوستل شوي

سبا په ۱۸ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلېږي

د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین کمپاین سبا (دوشنبه، مۍ ۱۸مه) د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې پیلېږي.
له پولیو پاک افغانستان بنسټ ویلي، دا کمپاین به په کندهار، هلمند، زابل، ارزګان، غزني، پکتیکا، خوست، پکتیا، لوګر، میدان وردګ، بامیان، ډایکنډي، ننګرهار، کونړ، نورستان، لغمان، کندز او بادغیس ولایتونو کې ترسره شي.
د ياد بنسټ په وينا، په سوېلي زون کې به د پولیو ضد واکسین کمپاین د مۍ په ۱۹مه نېټه پیل شي.
مسوولینو له کورنیو غوښتي، چې خپل ماشومان د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې واکسین کړي، څو افغانستان له دغې ساري او خطرناکې ناروغۍ پاک شي.
د یادونې ده چې پولیو یوه خطرناکه ناروغي ده او واکسین یې د مخنیوي تر ټولو اغېزمنه لار بلل کېږي.

اړوند خبرونه