ډېر لوستل شوي

انقره کې افغان سفیر: د غزې خلک له قربانیو سره سره لا هم مقاومت ته دوام ورکوي

په انقره کې د اسلامي امارت سفیر شیخ صنیع‌الله فرهمند ویلي، د غزې مجاهدین د خپل مال، کورنۍ، اولاد او ځان پروا نه لري او یوازې د الله ﷻ او رسول ﷺ د لارې پیروي کوي.

ښاغلي فرهمند ویلي، د غزې خلکو خپل ځانونه د عقیدې او مبارزې لپاره فدا کړي او د سختو قربانیو باوجود لا هم د یرغلګرو پر وړاندې مقاومت ته دوام ورکوي.
په انقر کې د اسلامي امارت د سفير په وینا، د خپلو کورنیو او اولادونو شهادت د غزې د خلکو اراده نه کمزورې کوي، بلکې د مقاومت روحیه یې لا پیاوړې شوې ده.

اړوند خبرونه