ډېر لوستل شوي

“قطر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل لپاره هڅې کوي”

د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رییس، ملا عبدالواسع په افغانستان کې د قطر له سفیر «مردف بن علي القاشوطي» سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.

د ارګ په اېکس لیکل شوي چې په دې کتنه د قطر سفیر له افغانستان سره د خپل هیواد اړیکي پیاوړې او تاریخي بللې او په وینا یې چې د خپل ماموریت پرمهال د اړیکو د لا پراختیا هڅې کوي.

نوموړي همداراز د افغانستان او پاکستان ترمنځ ښې اړیکې د سیمې د اقتصاد، امنیت او ثبات لپاره مهمې بللې او ډاډ یې څرګند کړی چې دوحه د دواړو هیوادونو ترمنځ رامنځته شویو ستونزو د حل لپاره هڅې کوي.

بلخوا ملا عبدالواسع ویلي چې په بېلابېلو برخو کې د قطر له لوري پلې شوې پروژې ګټورې دي، خو دا همکاري باید لا زیاته شي.

نوموړي همداراز ټینګار کړی چې اسلامي امارت له ګاونډیو، د سیمې او نړۍ هیوادونو سره د متقابل احترام او د افغانستان ملي ګټو او شرعي اصولو په چوکاټ کې دوه اړخیزه مثبتې اړیکې غواړي.

اړوند خبرونه