د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی مالي او اداري معينيت د سيلانيانو، زيارتي، صحي، حج او عمرې شرکتونو د ټولنې استازو لپاره د جوړ شوي درې ورځني سيمينار د پای مراسم ترسره کړي دي.
د اميد راډيو خبريال په دې مراسمو کې د ياد وزارت د فرهنګ او هنر مرستيال مولوي عتيقالله عزيزي په حواله ويلي، ګډونوال بايد د سيمينار له ترلاسه شويو زدهکړو سمه ګټه واخلي او د هېواد د سيلانيانو سکتور د پراختيا لپاره ترې استفاده وکړي.
ښاغلي عزيزي زياته کړې، افغانستان يو داسې هېواد دی چې هره سيمه يې طبيعي ښکلاوې او د سيل لپاره ځانګړي ځایونه لري، په داسې حال کې چې ډېری هېوادونه مصنوعي سيلانيز ځایونه جوړوي، خو د افغانستان ډېری سيمې طبيعي او د پام وړ دي.
د فرهنګ او هنر مرستيال ټينګار کړی، د افغانستان د تاريخي شاليد او طبيعي سيمو له امله اړينه ده چې د سيلانيانو برخې ته ځانګړې پاملرنه وشي، څو بهرني سيلانيان هېواد ته راجلب او ورته غوره اسانتياوې برابرې شي.
مولوي عتيقالله عزيزي ويلي، راتلونکو سيلانيانو ته بايد له مذهبي او قومي توپير پرته غوره خدمتونه او اسانتياوې وړاندې شي.

