د اسلامي همکارۍ سازمان د بشري چارو مرستیال «خلیل ابراهیم اوکور» د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر له مرستیال، عتیقالله عزیزي سره په کتنه کې د تاریخي اثارو د ساتنې په ګډون پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
د اطلاعاتو کلتور وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې د تاریخي اثارو د ساتنې، ډیجیټلي ثبت او فرهنګي بنسټونو د عصري کولو په اړه خبرې شوې دي.
په خبرپاڼه کې د ښاغلي عزیزي له قوله راغلي چې د افغانستان فرهنګي میراثونه د اسلامي نړۍ ګډ تاریخي او دیني ارزښتونه دي او ساتنه یې د اسلامي هېوادونو ګډ مسوولیت دی.
بلخوا د اسلامي همکارۍ سازمان استازي د تاریخي او فرهنګي ارزښتونو د ساتنې، بیارغونې او په نړیواله کچه معرفي کولو لپاره د عملي پروګرامونه د تطبیق ژمنه کړې ده. یاد پلاوي همداراز د افغانستان د فرهنګي میراثونو ساتنې او فرهنګي بنسټونو د پیاوړتیا په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی او په وینا یې چې افغان متخصصینو ته به د روزنیزو او علمي پروګرامونو زمینه برابره شي.

