ډېر لوستل شوي

پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ايستلو دوام؛ يوه ورځ کې څه باندې ۵ زره افغان کډوال راستانه شوي

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسيون دارالانشاء راپور ورکړی چې د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د جبري ايستلو لړۍ دوام لري او په تېره يوه ورځ کې ۵ زره او ۲۷۸ افغان کډوال هېواد ته راستانه کړل شوي دي.

ياد کمېسيون په خپل يوه ورځني راپور کې ويلي، د ننګرهار د توخم له لارې ۴ زره او ۷۰۰ تنه او د کندهار د سپين بولدک له لارې ۵۷۸ تنه هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسيون په وينا، د کمېټو له لوري راستنو شويو کورنيو ته د ثبت، لېږد او بشري اړينې مرستې برابرې شوې او وروسته خپلو اصلي سيمو ته هم لېږدول شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو اوونيو راهيسې پاکستان هره ورځ زرګونه افغان کډوال په جبري توګه باسي او افغانستان ته يې راستنوي.

اړوند خبرونه