په ملګرو ملتونو کې د هند استازي پرواتانني هریش ویلي، نړۍ لا هم نه ده هیره کړې چې پاکستان د روان کال د روژې په میاشت کې په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر یوه مرکز مرګونی هوايي برید کړی و.
نوموړي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه ماموریت (یوناما) په حواله ويلي، چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د پاکستاني پوځي رژيم له امله په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګژوبلې ۷۵۰ پېښې ثبت شوې چې ډېری یې د هوايي بریدونو پایله بلل شوې ده.
هریش د ملګرو ملتونو په غونډه کې زیاته کړې، چې پاکستان د ملګرو ملتونو د سرمنشي هغه غوښتنې هم له پامه غورځولې چې له مخې یې باید د نړیوالو ژمنو په چوکاټ کې د ملکي وګړو خوندیتوب ته پام وشي او د افغان کډوالو له جبري ایستلو ډډه وشي.

