ډېر لوستل شوي

پر مرګ محکوم پښتون څنګه د تاجکستان د حکومتولۍ او معارف بنسټګر شو!؟

د افغان ـ انګرېز درېیمې جګړې کې افغان شاه زلمیو دښمن ته داسې ګوزار ورکړ چې ان د افغانستان رسمیت‌پېژندنې او خبرو ته یې اړ کړل او ژر یې د افغانستان خپلواکي ومنله. په دې جګړه کې افغان سرسپارلیو په پوره مېړانه یو په بل پسې د دښمن چوڼۍ ماتې او په قبایلو کې یې د دښمن د نفوذ لمن ټوله کړه.

دې جګړې کې له شاه غازي امان‌الله خان سره د فرضي کرښې دې غاړې او ها غاړې افغانان په کلکه ودرېدل. دوی تمه لرله چې نور به د انګرېز له جغ څخه قبایل خلاصیږي. کله چې جګړه پای ته ورسېده، نو د انګرېزانو په زړه کې د انتقام لمبې بلې شوې او د هغه غازیانو په لټه او څار پسې ووتل چې د ځوان پاچا امان‌الله خان په ننګه درېدلي وو او دوی ته یې تر نورو ډېر د سرومال زیان وررسولي و. دا وخت د کرښې ها غاړې ډېری قبایلي مشران او بانفوذه څېرې افغانستان ته راغلې او امان‌الله خان ورته پناه ورکړه.

د انګرېز د اعدام له رسۍ یو تن تښتېدونکی نثاراحمد یوسفزی نومېده. نوموړی په ۱۸۹۷ کال کې د خیبر پښتونخوا په صوابۍ ولسوالۍ کې د یوسفزیو پښتنې قبیلې په یوې کورنۍ کې وزېږېد. پلار یې اول‌خان او نیکه یې محمدعلي نومېده. نوموړی په داسې یوه چاپېریال کې رالوی شو چې د برېتانوي استعمار سیمه په زندان بدله کړې وه او پښتانه د یوه اسیر قوم په توګه په‌کې اوسېدل. کله چې پر نوموړي د اعدام حکم اعلان شو، نو کابل ته یې ځان راورساوه او د امان‌الله خان په لارښونو او هڅو تر تاشکند ورسېده. د هغه نوم د تاجکستان د معارف په تاریخ کې د بنسټیزو اصلاحاتو له دورې سره تړل شوی دی. ځینې کتابونه یې ولیکل او د یوې ورځپاڼې جوړولو هڅې یې پیل کړې.

یوسفزي د تاجکستان په بنسټ‌اېښودنه کې کوم چوپړونه ترسره کړي؟

تاشکند د شلمې پېړۍ په درېیمه لسیزه کې د بلشویکانو تر مهار لاندې و. د وخت روس تزار هڅه کوله چې د شوروي اتحاد بنسټ کېږدي. دا هغه وخت و چې په منځنۍ اسیا کې ټولو ملتونو د ژبې، هویت او د ښوونیز نظام پر اصلاح کار روان و. د تاجکستان د خودمختارۍ له اعلان سره سم، یوسفزي هم تاجکستان لپاره د نوي دولت جوړونې، ښوونیزو اصلاحاتو او حکومتولۍ پروژې تر لاس لاندې ونیولې. نثاراحمد یوسفزی یوازې د تاجکستان نه، بلکې د ټولې منځنۍ اسیا د ښوونې او روزنې له بنسټګرو څخه ګڼل کیږي.

هغه یوازې د اداري چارو تر کچې محدود نه و، بلکې د علمي او ژبنيو فعالیتونو برخه هم و. په مسکو پوهنتون کې یې د پښتو او اردو ژبو تدریس کاوه او په فارسي، روسي او ازبکي ژبو یې بشپړ تسلط درلود. ویل کیږي چې په ۱۹۲۳–۱۹۲۴ کلونو کې هغه د «ریاضیاتو لارښود» او «الفبا» په نوم لومړني درسي کتابونه خپاره کړل، چې د تاجکستان د نوې تعلیمي دورې له لومړنیو چاپي اثارو نه ګڼل کېږي. د هغه د هڅو یوه بله مهمه برخه د محصلینو د روزنې او بهر ته د لېږلو پروګرامونه وو. د هغه په نوښت په لومړي ځل تاجک ځوانان د مسکو او لینینګراد معتبرو پوهنتونونو ته د زده‌کړې لپاره واستول شول.

د تاجکستان حکومت د خپل هېواد د دې نازولي مېلمه د وجود خاورې او اېرې د روانې مې میاشتې په ۱۹مه خپل هېواد ته راانتقال کړې. تاجکستان د یوسفزي تر څنګ د دوو نورو اغېزناکو تاجکستاني شخصیتونو(شیرین‌شاه شاه تمر، نصرت‌الله مخصوم) د بدن خاوره چې په صندوقونو کې ساتل کېدې، تاشکند ته راولېږدوله.

د تاجکستان ولسمشر، امام‌علي رحمان په خپله د دوشنبې نړیوال هوايي ډګر کې د دوی د جنازو لېږد ته ورغلی او درناوی یې ورته وکړ. د دغو درېیو تاریخي څېرو د جنازې تر لمانځه وروسته، د هغوی د قبرونو خاوره د دوشنبې ښار د لوچب په هدیره کې بیا ښخه شوه. تاشکند پلان لري چې دوی مجسمې هم په همدې ځای کې نصب شي، تر څو د خپلو اتلانو په نمانځنه کې یې ونډه اخیستې او خپله ملي حافظه خوندي کړي. #امیدراډیو

اړوند خبرونه