ډېر لوستل شوي

مشهد کې افغان او ایراني چارواکو د کډوالو او سوداګرۍ په اړه خبرې کړې

په مشهد ښار کې د افغانستان جنرال کونسل مولوي نورمحمد متوکل د ایران د بهرنیو چارو وزارت د شمال او ختیځو سیمو له نوي استازي غلام عباس ارباب خالص سره کتلي دي.
ښاغلی متوکل وايي، په دې لیدنه کې د افغان کډوالو د چارو د ښه تنظیم، ټرانزیټي ستونزو د حل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو خبرې شوې دي.
همدا راز دواړو لورو ټینګار کړی چې د ګډو همکاریو له لارې دې د کډوالو ستونزو ته اسانتیاوې برابرې او سوداګریزې راکړې ورکړې لا پراخې شي.

اړوند خبرونه